Asset 1SWN

بلخ کې د ۱۲۰زر ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

بلخ

د بلخ د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «نهرشاهي» ولسوالي کې د ۱۲۰زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

بلخ کې د «احمدشاه مسعود» ښوونځي د ودانۍ پرانېستو مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزیر او د بلخ یو‌شمېر چارواکو هم ګډون کړی وو. یاده ودانۍ نن چهارشنبه د وږي ۲۹مه پرانېستل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده دوه پوړییزه ودانۍ چې شپږ درسي‌ او اداري خونې لري، د پوهنې ملاتړ لپاره د افغانانو موسسې له لوري او د «افغانستان شولن» په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

د پوهنې ملاتړ لپاره د افغانانو موسسې استازي محمدزبیر عمر د یادې ودانۍ پرانېستې مراسمو ته وویل چې دغه ودانۍ یې معیاري ټولګیو کې زده‌کوونکو ته د غور زده‌کړو د برابرولو لپاره جوړه کړې ده.

په ورته مهال د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا هم یادو مراسمو کې د وینا پرمهال هېواد کې د معیاري زده‌کړو د برابرولو ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال دوی د زده‌کړو پر یوې داسې منظمې طرحې کار کوي چې پر بنسټ یې دیني او عصري زده‌کړې په‌کې شاملې دي. حبیب‌الله اغا همداراز ویلي، هېواد کې د معیاري زده‌کړو لپاره هڅې کوي.

په همدې حال کې د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړېدو ته زده‌کوونکي خوښي څرګندوي او وايي چې له دې وړاندې د ودانۍ نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بلخ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرو څه باندې دوو کلونو پرمهال د دغه ولایت لسو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام