اسلامي امارت دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی دی.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، د وري ۱۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسراییلو دغه برید د ډيپلوماټیکو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او زیاته کړې یې ده چې دغه برید به سیمه کې ناامني پراخه کړي.

لوګر کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې ۹ ښوونځي بیارغول کېږي.

ایران له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه پلې کوي

د ایران د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر وايي، دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوال به د جوړې شوې طرحې له مخې، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر حمزه سلیماني له قوله راپور ورکړی چې د دې طرحې د هر پړاو پلي‌کول به له درېوو تر دوو اوونیو وخت ونیسي.

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن بنګلور له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، اپرېل دویمه، د هند د بنګلور په «ام‌ چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

هرات کې درې «غږیزو رسنیو» په فعالیت پیل وکړ

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حریت، اُمېد او شریعت» په نومونو درېوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل وکړ.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلام‌وطندار ته وايي چې یادو رسنیو «دوشنبه، وري ۱۳مه» په رسمي توګه دغه ولایت کې خپلې نشرات پیل کړي دي. د هرات د محلي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۳۱ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.