Asset 1SWN

هرات کې درې «غږیزو رسنیو» په فعالیت پیل وکړ

رسنۍ

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حریت، اُمېد او شریعت» په نومونو درېوو غږیزو رسنیو په فعالیت پیل وکړ.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي سلام‌وطندار ته وايي چې یادو رسنیو «دوشنبه، وري ۱۳مه» په رسمي توګه دغه ولایت کې خپلې نشرات پیل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د رسنیو فعالیت د رښتیا ویلو او اطلاعاتو خپرولو برخه کې ارزښتمند وباله او په وینا یې، رسنۍ کولای شي د لوېدیځ فرهنګي یرغل مخه ونیسي.

په ورته مهال د شریعت راډیو مسوول محمدنبي قاضي‌زاده د یادې رسنۍ د جوړېدو موخه عامه پوهاوی بللی او زیاته کړې یې ده چې یادې غږیزې رسنۍ به ۲۴ساعته خپرونې ولري.

په همدې حال کې د یاد ولایت چارواکي وايي، هغه رسنۍ چې د سرپرست حکومت د قوانینو پر بنسټ خپرونې ولري، ملاتړ به یې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات د محلي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې ۳۱ غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام