Asset 1SWN

یوناما: د افغانستان څه باندې ۱۰۰۰کیلومټره خاوره پر ماینونو پوښلې

ماین

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» وايي، سره له دې چې له جګړو څځه د پاتې ماینونو له شتون څخه یې شاوخوا ۳زره کیلومتره مربع ځمکه پاکه کړې، خو بیا هم د هېواد په څه باندې زر کیلومترو خاوره کې ناچاوده ماینونه پاتې دي.

یوناما دوشنبه، وري ۱۳مه یوه راپور کې ویلي چې په تېرو درېوو لسیزو کې له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله تر ۴۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: ««له ۱۹۸۹ کال راهیسې نږدې ۴۴۰۰۰ افغانان د ځمکنیو ماینونو او له جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان دي چې په اوسط ډول میاشت کې شاوخوا ۱۱۰ کسان کېږي. د شاوخوا ۵۳۹۲ پیژندل شویو چاودېدونکو توکو خطرونه لاهم پرځای پاتې دي چې نږدې ۱۵۳۷ سیمو کې یې ګواښ رامنځته کړی او ملکي خلک نه‌شي کولای هلته په خوندي توګه تګ راتګ وکړي.»

د دغه بنسټ په وینا، افغانستان کې د ماین چاودنو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما په داسې حال کې د افغانستان سلګونه کیلومتره خاوره کې له جګړو د پاتې ماینونو په اړه اندېښنه ښيي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ غزني او هرات کې د ماین چاودنو له امله ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

هرات او غزني کې د دغو ماشومانو د کورنیو غړي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په ځينو سيمو کې د ناچاودو ماينونو پاکولو ته جدي پاملرنه وکړي.

هرات کې د وژل شویو ماشومانو د کورنۍ غړي ظاهر وویل: «دا ماشومان لوبو ته تللي وو، دا لاسي بم تر خاورو لاندې و، باران شوی او له خاورو راوتلی و، ماشومانو په تیګه ویشتلی و، چاودنه یې کړې وه، یو ماشوم مړ او پنځه ټپیان دي.»

په ورته مهال غزني کې د وژل شویو ماشومانو د کورنۍ یوه غړي اخترمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «د ګېرو ولسوالي په ځدراڼ سیمه کې نهه ماشومان شهیدان شول، دې چاودنه کې. هیله مو دا ده چې دولت باید زموږ سیمه د ماینونو له شتون پاکه کړي.»

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» هم افغانستان د نړۍ په کچه له هغو هېوادونو بللی چې ډېر ناچاوده توکي په کې شتون لري. یونېسف پر اېکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان کې ناچاوده توکو چاودنو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماين پاکۍ رياست ویلي وو، دغې برخې ته د دولت له لوري د مشخصې بودیجې نه‌ځانګړي کول لامل شوي چې لا هم یوشمېر سیمو کې له جګړو څخه پاتې ماینونه شتون ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام