Asset 1SWN

د کابل اوسېدونکي: د کمزوري اقتصاد له امله مو اختر ته چمتووالی نه‌دی نیولی

BAZAR

د اختر په رانږدې کېدو یو‌شمېر کابل ښاریان وايي چې د وزګارتیا او تنګسې له امله نه‌شي کولای د اختر ورځو لپاره وچې مېوې او شیریني په څېر د اړتیا وړ خوراکي توکي وپېري.

د کابل اوسېدونکی سیداقا سلام‌وطندار ته وايي: «که څه هم د اختر د اړتیا وړ مېوې بیې ټیټې دي، خو د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نشي کولای، اختر ته اماده‌ګي ونیسي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ورته وخت کې د کابل ښار منډوي کې یوشمېر هټۍ‌وال د اختر لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو بیې کمېدو ته په اشارې وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پلور کچه کمه شوې.

د کابل ښار منډوي کې هټۍ‌وال عجب‌خان سلام‌وطندار ته وویل: «سږکال ښه ارزاني ده، خو بازار نشته. تېرکال مو ښه بازار درلود، خو دې ارزاني کې سږکال بازار نه‌لرو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دامهال د کابل په منډوي کې یوکیلو امریکايي بادام په ۴سوه، یوکیلو پسته په ۶۵۰ افغانۍ، یوکیلو چهارمغز په ۵۰۰ افغانۍ، یوکیلو ممیز په ۳۰۰، یوکیلو سیمیان هم په ۱۵۰ افغانۍ او یوکیلو شیریني هم له ۲سوو تر ۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام