Asset 1SWN

اسلامي امارت دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی

1200x675_cmsv2_f707d6bc-9a55-5aba-8b49-fd217332c091-8344318

د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی دی.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، د وري ۱۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسراییلو دغه برید د ډيپلوماټیکو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او زیاته کړې یې ده چې دغه برید به سیمه کې ناامني پراخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانگه د صهيونيستي رژیم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام بولي او په کلکو ټکو يې غندي.»

یاد وزارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې غزه او نورو سیمو کې د اسراییلو  د «جنایتونو» مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي: «د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې‌خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې‌خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.»

د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اووه غړي وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو کې قومندان محمدرضا زاهدي او د نوموړي مرستیال جنرال محمدهادي حاجي رحیمي هم شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام