Asset 1SWN

د بهرنیو چارو وزارت: مسکو کې پر «کنسرټ» برید ترهګریز دی

A Russian law enforcement officer walks at a parking area near the burning Crocus City Hall concert venue following a shooting incident, outside Moscow, Russia, March 22, 2024. REUTERS/Maxim Shemetov

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې پلازمېنه مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله‌وال برید غندلی او هغه یې ترهګریز بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبه، مارچ ۲۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه برید د ټولو بشري حقونو له موازینو ښکاره سرغړاوی او نقض دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي پر اېکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «داعش چې افغانستان او د نړۍ نورو سیمو کې ملکیان هم په نښه کړي، یو ځل بیا دا ښکاره پېښه ښيي چې دا ډله د اطلاعاتي سازمانونو په لاس کې ده او هدف یې د اسلام بدنامول او د سیمې لپاره د ګواښ رامنځته کول دي.»

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت همداراز دې خبرپاڼه کې د سیمې له هېوادونو غوښتنه کړې چې د ورته پېښو پر وړاندې همغږې کوونکې، روښانه او پرېکنده دریځ غوره کړي. د یاد وزارت په وینا، دغه پېښې د سیمې بې‌ثباتۍ لپاره کېږي.

د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنه مسکو کې بېګاه شپه پر یوه کنسرټ د وسله‌والو برید پر مهال ۶۰کسان وژل شوي او ۱۳۵ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام