ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ کرښه پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې پنځه ورځې وړاندې تړل شوې وه، نن «شنبه، وري څلورمه» د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ بېرته پرانېستل شوه. د پکتيا د ګمرک رييس مولوي فضل‌الحق منيب هم تاييدوي چې د خرلاڅي دروازه نن د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.

هلمند کې د «خرما بڼونو» دودولو لپاره هڅې پیل شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «خرما بڼونو» د دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، سږکال یې د دغه ولایت یو‌شمېر سیمو کې بزګرانو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼوڼه جوړ کړي، څو نور کروندګر هم د خرما بڼوڼو جوړولو ته وهڅول شي.

د افغان سفیر او اصف دراني لیدنه کې د کب ۲۸مې پېښې پر نه‌تکرار هوکړه شوې

په پاکستان د افغانستان د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو په اړه خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، دې لیدنه کې هوکړه شوې چې راتلونکې کې به پاکستان پر افغان خاوره کړي بریدونه نه‌تکراروي

د بهرنیو چارو وزارت: مسکو کې پر «کنسرټ» برید ترهګریز دی

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې پلازمېنه مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله‌وال برید غندلی او هغه یې ترهګریز بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شنبه، مارچ ۲۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه برید د ټولو بشري حقونو له موازینو ښکاره سرغړاوی او نقض دی.

‏پکتیکا کې خلکو د ښوونځیو جوړېدو ته ۳۸ جریبه ځمکه ځانګړې کړې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د اوو ښوونځیو جوړېدو لپاره خلکو ۳۷ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

دغه ځمکه په مرکز ښرنه، برمل او ګومل ولسواليو کې د یادو ښوونځیو لپاره ورکړل شوې. نوموړي ژمنه وکړه چې د روان کال تر پایه به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې دا مهال ودانۍ نه‌لري.

د هند غوره لیګ کې نن دوه سیالي کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې به نن دوه سیالي وشي چې لومړۍ لوبه کې به پنجاب کنګز له ډيلي کپېټلز او کلکته نایټ‌راډرز به له سنرایزر حیدراباد سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې د پنجاب کنګز او ډيلي کپېټلز سیالي نن شنبه د مارچ ۲۳مه له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د مولن‌پور په «مهاراجا یډافېنډرا سېنګ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.