Asset 1SWN

هلمند کې د «خرما بڼونو» دودولو لپاره هڅې پیل شوي

------------------------

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا په دغه ولایت کې د «خرما بڼونو» د دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، سږکال یې د دغه ولایت یو‌شمېر سیمو کې بزګرانو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د خرما ننداریز او ازمایښتي بڼوڼه جوړ کړي، څو نور کروندګر هم د خرما بڼوڼو جوړولو ته وهڅول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولانو همداراز ویلي چې دغه بڼوڼه یې په لښکرګاه، ناوې، نوزاد، موسی‌کلا او ګرمسېر ولسوالیو کې جوړ کړي دي.

هغو بڼوالو ته چې د خرما بڼونه ورته جوړ شوي، د باغونې ښې روزنې او پالنې په برخو کې ورته مسلکي زده‌کړې هم ورکړل شوي او ترڅنګ یې کرنیزې توکې هم ورته سپارل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند کرنې ریاست هیله‌مندي وښوده چې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي، څو هغوی د مشروع کرکېلې له لارې خپل حلاله روزي ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام