هلمند چې د پرېمانه اوبو او ښې هوا په درلودلو سره د ګڼو کرنیزو توکو لپاره بلل شوی، د کرنې مسوولان يې وايي، هڅې يې پیل کړي چې په یاد ولایت کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د خرما باغونه جوړ کړي.

هلمند کې د کرنې ریاست د دودولو عمومي مدیر شاه محمد سلام‌وطندار سره د خبرو پر مهال وویل، د هلمند په څلور ولسوالیو نهرالسراج، ناوه، نادعلي او ګرمسېر کي پخوا هم په ۴۱۵ جریبه کرنیزو ځمکو کي ورته د بېلابیلو میوو باغونه جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایې، خرما هم په هلمند کې ښه پایله ورکړې نو ځکه يې د ترویج برخه کې عملي هڅې پیل کړي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «پلان لرو چي په راتلونکو کلونو کي تقریباً د ۵۰۰ جریبه په شا وخوا دهلمند په کرنیزو ځمکو کي خرما وکرو ریاست هر وخت دهلمند کرونده ګرو سره دکرنیزو ځمکو په ساحه کي همکار دی »

په ورته مهال دهلمند کروندګر او ولسي وګړي هم دخرما د ترویج دغه تازه اقدام ته خوشبینه دي، دوی پدې باور دي چي د دې مېوې اړوند باغونه به دې ولایت کي دولسي وګړو پراقتصادي وضیعت مثبته اغېزه وکړي.

سمیع الله لښکرګاه ښار کي د خرما هټۍ لري، هغه وايي، اوس خرما د نورو هېوادونو څخه واردېږي چې کیفیت يې هم ښه نه دی او د لوړې بیې په وجه يې خلک رانیولو ته هم زړه نه ښه کوي.

 نوموړي وویل: « دا چې هلمند ګرم دی او خرما کیږي، په داسې ځای کې، نو باید ټول خلک او مسوولان دې ته پام وکړي چې دلته خرما وکري، څو ارزانه شي او خلکو ته کار هم پیدا شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په هلمند کې د خرما د دودلو هڅې شوي دي. د خرما کوم باغونه چې پخوا جوړ شوي، د ښې‌پایلې او حاصلاتو په درلودلو سره اوس ګڼ‌شمېر نور کروندګر هم هڅېدلي چې  په خپلو ځمکو کې د خرما باغونه جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام