شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ننګرهار هډې فارم سیمه کې د کانال پر څلوېښت جریبه ځمکه د خرما بڼ جوړ شوی دی.

په دغه بڼ کې د خرما د شپږو بېلابېلو ډولونو ۲۷۰۰ بوټي کېنول شوي چې سږ کال یې درېیم کال دی چې حاصل ترې تر لاسه کېږي.

د ننګرهار کانال ادارې چارواکي وايي، سږ کال د دغه بڼ حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډېر شوي چې لامل یې د بڼ ښه پالنه یادوي.

د ننګرهار د کانال رییس عبدالقهار حیدري وايي، سږ کال به د خرما له دغه بڼه څه باندې شپږ ټنه حاصل ټول کړي.

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي په لنډ وخت کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما د ۱۰ زرو بوټو په کېښنولو سره د یوه بل بڼ د جوړولو خبر هم ورکوي.

د خرما د دغه بڼ سږنی حاصل د ارسلاخان په نامه یوه سوداګر د کانال له ادارې په پنځه لکه  او لس نیم زره افغانۍ په ازاده بولۍ پېرلی چې نوموړی یې ننګرهار او نورو ولایتونو کې پلوري.

سوداګر ارسلاخان وايي، د خرما سږنی حاصل يې د ګټې لپاره نه، بلکې خلکو ته د زېري ورکولو او دې لپاره چې هیوادوال وهڅوي څو د خپل وطن له تولیداتو ګټه واخلي، پېرلی دی.

د ننګرهار د کانال ادارې مسوولان وايي چې دغه بڼ تېر کال یو ټن او وړم کال پنځه سوه کیلو ګرامه خرما کړې وه او راتلوونکو کلونو کې به یې حاصل لا ډېر شي.

په ورته مهال د یاد بڼ مسوول او د خرما د بوټو روزونکی عبدالقیوم اطرافي وايي، حکومت تر اوسه هغه وسایل نه دي ورکړي، چې دوی پرې لکه د نورو هېوادونو، خرما بڼ کې کار وکړي او خپلې ستونزې پرې هوارې کړي.

دی وايي، د خرما بڼ لپاره هېڅ حکومتي تشکیل نشته او د ده په ګډون ټول کارکوونکي له نورو ادارو د دغه بڼ پالنې ته ورغلي دي.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، که حکومت دا وړ نور باغونه جوړ کړي، نو له یوه لوري به د خرما له اړخه یو څه پر ځان بسیا شي او له بل لوري به خلکو ته کاري موکې برابرې شي.

حکومت د ننګرهار تر څنګ فراه او کندهار کې هم په ازمېښتي ډول د خرما باغونه جوړ کړي؛ خو داسې ښکاري چې د دغو باغونو پایله ښه ده.

افغانستان هر کال له ایران، سعودي عربستان او نورو هېوادونو زرګونه ټنه خرما راواردوي چې ۹۸ سلنه یې له ایرانه راځي.

د ماليې وزارت د شمېرو له مخې، یوازې تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته له نورو هېوادونو د شپږ سوه میلیونو افغانیو په ارزښت خرما راوړل شوې چې دا شمېرې مخ په لوړېدو دي.

کلیدواژه‌ها:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام