Asset 1SWN

ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

-------------------۰۰۰۰

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ کرښه پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې پنځه ورځې وړاندې تړل شوې وه، نن «شنبه، وري څلورمه» د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ بېرته پرانېستل شوه.

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې دغه لاره د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې تړل شوې او د یاد ولایت د سوداګرۍ ټولنې او پاکستاني سوداګرو په منځګړیتوب بېرته پرانېستل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر حسیب ګردېزي سلام‌وطندار ته وویل چې د خرلاڅي دروازې دواړو لوریو ته په توکو بار ولاړو موټر ته اجازه ورکړل شوې چې پر دې لارې تګ‌راتګ وکړي.

نوموړي وویل: «لاره نن سهار نهه نیمې بجې خلاصه شوه. د پکتیا تجارانو اتحادې او د پاکستاني تجارانو په منځګړیتوب خلاصه شوه. دواړو خواوو ته پر سوداګریزو توکو بار موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.»

د پکتيا د ګمرک رييس مولوي فضل‌الحق منيب هم تاييدوي چې د خرلاڅي دروازه نن د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.

د پکتیا د سوداګرو ټولنې مشر خواجه الدين کليوال بیا سلام‌وطندار ته وايي چې د لارې بندېدو له امله پاکستان لوري ته  د افغان سوداګرو تازه سبزي چې هېواد ته یې رالېږدوله، له‌منځه تللې.

نوموړي وویل: «هغه وچ توکي خو هم يو څه ګذاره کوي، خو تازه سبزي زياته خرابه شوې. زياتره يې له موټرو تويې کړې او ايسته يې وغورځولې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله تړل شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام