Asset 1SWN

‏پکتیکا کې خلکو د ښوونځیو جوړېدو ته ۳۸ جریبه ځمکه ځانګړې کړې

پکتیکا- چوک

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د اوو ښوونځیو جوړېدو لپاره خلکو ۳۷ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

دغه ځمکه په مرکز ښرنه، برمل او ګومل ولسواليو کې د یادو ښوونځیو لپاره ورکړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت پنج‌شنبه د «وري دویمهه» د خپلو فعالیتونو د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې پر ځانګړې شوې ځمکه به ډېر ژر د ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې پیل شي.

نوموړي دا هم وويل چې پکتيکا کې شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري چې زده‌کوونکي د ژمي او دوبي پر مهال له یخنۍ او ګرمۍ سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د روان کال تر پایه به هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې دا مهال ودانۍ نه‌لري.

د پکتیکا مرستيال والي همداراز زیاته کړه چې د تېر حکومت پرمهال د یاد ولایت مرکز او ولسواليو کې ټول ۴۸ روغتيايي مرکزونه وو، خو د سرپرست حکومت په راتلو سره د روغتيايي مرکزونو شمېر ۱۳۸ ته پورته شوی او تر ډېره ورسره د خلکو روغتیايي ستونزې کمې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې ۳۳ مرکزونه چې له دې وړاندې د موسسو له‌خوا تمویلېدل، د عامې روغتیا وزارت له لوري فعال ساتل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام