Asset 1SWN

هلمند کې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي

Mine-bomb

د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د  ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پېښه نن شنبه، وري څلورمه سهار هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ماشومانو له جګړو پاتې پر یوې زړې مرمۍ لوبې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پېښه د ګرمسېر په لکي سیمه کې شوې چې پر مهال یې درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي چې په رامنځته شوې پېښه کې یوه  نجلۍ او دوه  هلکان وژل شوي او یوه نجلۍ او یو هلک ټپي دي.

ریاض زیاته کړه چې ټپیان لومړی د ګرمسېر «ایمیرجنسي» او وروسته د هلمند مرکز لښکرګاه ښار «ایمیرجنسي» روغتون ته لېږدول شوي  او تر درملنې لاندې دي.

د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم معلول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د شمېرو پر بنسټ، لا هم په افغانستان کې له ۱۲۰۰ کیلومټره مربع څخه پر ډېرې ځمکې ناچاودي ماینونه شته چې پاکېدو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام