Asset 1SWN

د افغان سفیر او اصف دراني لیدنه کې د کب ۲۸مې پېښې پر نه‌تکرار هوکړه شوې

Untitled-design-2024-03-22T144745.042

په پاکستان د افغانستان د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب سلام‌وطندار ته وايي، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، دې لیدنه کې هوکړه شوې چې راتلونکې کې به پاکستان پر افغان خاوره کړي بریدونه نه‌تکراروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «تېره ورځ د اصف دراني په غوښتنه له هغه سره مې ولیدل او دې لیدنه کې د پاکستان د وروستي هوايي بریدونو په اړه چې ستونزې او نښتې یې رامنځته کړې وې، بحث او هوکړه وشوه چې راتلونکې کې به ورته پېښې نه‌تکرارېږي.»

د روانې کب میاشتې پر ۲۸مه وروسته له هغې چې پاکستان پر خوست او پکتیا هوايي بریدونه وکړل، پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لنډ وخت لپاره نښتې وشوې.

 د دې ترڅنګ دې لیدنه کې د پاکستان او سرپرست حکومت د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او نورو موضوعاتو په اړه هم دواړو لوریو بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت سرپرست سلام‌وطندار ته دا هم وویل چې دې لیدنه کې اصف دراني افغانستان ته د پاکستان د تجارت وزارت د یوه پلاوي د سفر خبره هم کړې ده. «نږدې ورځو کې به د پاکستان تجارت وزارت لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او دې سفر کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړوند مسایلو په تړاو خبرې وشي.»

په ورته مهال شنونکي بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي نښتې د دواړو هېوادونو په زیان بولي او له پاکستان غواړي چې د خپلو ستونزو هواري لپاره افغانستان سره خبرو ته کېښني.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه عزیز ستانکزي وویل: «دا ډېره پېچلې موضوع ده، حتا پر افغانستان د پاکستان د برید ګواښ شوی. فکر کوم چې د پاکستان حکومت باید هوښیار واوسي او د افغاستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرو څه باندې دوو کلونو پر مهال د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ وې چې د دروازو له تړل‌کېدو سربېره، د دواړو لوریو ترمنځ له نښتو سره هم مخ وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام