Asset 1SWN

ډنډپټان کې د پاکستان بریدونه؛ مسوولان: دوه کسان وژل شوي او ۷ ټپیان دي

--------------------------

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې پر مهال د یاد هېواد ځواکونو یې کورونه په نښه کړي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، وړمه ورځ په جګړه کې پاکستاني ځواکونو یادې ولسوالي کې د خلکو کورونه په هاوان او ډي‌سي توپونو وېشتلي چې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، هر مهال چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځته کېږي، پاکستانی لوری د ملکیانو کورونه په نښه کوي.

د ډنډپټان ولسوالي د استیا کلي اوسېدونکي مرانج سلام‌وطندار ته وویل چې یادې ولسوالي کې هره جګړه ملکیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي. د نوموړي په وینا، پاکستاني ځواکونه په لوی لاس د ملکیانو کورونو باندې بریدونه کوي.

هغه وايي، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړه کې یې یو کلیوالی وژل شوی او اووه نور ټپیان دي. «هر وخت لپاره چې دلته له پاکستان سره جګړه رامنځته شوې، زيان یې ملکي خلکو ته په‌کې اوړي. پاکستاني پوځيان او مېلشې، د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي غزني بيا وویل چې له یوې‌خوا خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بل لوري د جګړې پرمهال اړ دي چې له خپلو مېنو نورو سیمو ته بې‌ځایه شي.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي مسوولان هم وایي چې له پاکستان سره د وړمې ورځې جګړې له امله ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د یادې ولسوالي د ځینو کلیو هستوګنیزو کورونو ته زیانونه اوښتي دي.

د ډنډپټان ولسوال مرستیال مولوي ضیاالدين وویل چې د پاکستان له‌خوا د هاوان او توپونو په بریدونو کې د ډنډپټان ولسوالي اړوند استیا کلي کې دوه ملکیان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سرحدي ځواکونو له لوري د پاکستان خاوره کې نظامي ځايونه په نښه شوي چې ملکیانو ته په‌کې زيان نه‌دی اوښتی.

هغه ټينګار وکړ چې د جګړې له امله ډنډپټان ولسوالي کې د فرصي کرښې سره نږدې لسګونه کورنی نورو سيمو ته بې‌ځایه شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله ډنډپټان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خرلاڅي دروازه هم تړل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام