عامې روغتیا وزارت: تېرکال د کانګو ناروغي له امله ۱۱۴ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله تېر ۱۴۰۲ کال پرمهال هېواد کې د کانګو تبې ناروغي پېښې زیاته شوې دي.

د یاد وزارت د ساري ناروغیو برخې رییس فخرالدین ستانکزي نن پنج‌شنبه، وري دویمه سلام‌وطندار ته وویل، د تېر کال پرمهال هېواد کې پر کانګو ناروغي اخته ۱۱۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ا.ا: دا مهال افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله شتون او فعالیت نه‌لري

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخوانی مشر جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان جنرال کنت مک‌کنزي احضار کړل او له افغانستانه یې د امریکا د وتلو په اړه د توضیحاتو غوښتنه وکړه.

ننګرهار کې د ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاګانو کیندنې خلک اندېښمن کړي

د ننګرهار یوشمېر سیمو کې تر ډېره هغه شاړې ځمکې چې له کلونو بې‌کښته پاتې وې، اوس ابادې شوي او د خړوبولو لپاره یې بزګران د لمریزې برښنا او واټرپمپونو په وسیله له ځمکې خوږې اوبه راباسي.

د همدې سیمو یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې کار سره د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټيږي او د پاکو اوبو د له‌منځه تلو خطر یې زيات کړی.

کندهار کې د ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، کندهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

پېښه نن پنج‌شنبه، وري دویمه، سهار ۸:۳۰ بجې د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «کابل بانک» مخې ته شوې. د کندهار د امنیې قومنداني ویاند ټينګار وکړ چې دغه ځانمرګي برید کې ډېری مرګ‌ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې «شنبه، وري څلورمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌شنبه، د وري دویمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به رتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

نوی ښوونیزکال؛ د روزګان مسوولان: محرومو سیمو کې به د زده‌کړو زمینه برابره کړو

د ۱۴۰۳ ښونیز کال پیل سره هم‌مهاله د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له زده‌‌کړو محرومو سیمو کې ماشومانو ته د زده‌کړو کولو زمینه برابره کړي.

روزګان کې د پوهنې ریاست او محلي چارواکو له لوري د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره، نوی ښوونیز کال پرانېست.

ډنډپټان کې د پاکستان بریدونه؛ مسوولان: دوه کسان وژل شوي او ۷ ټپیان دي

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې پر مهال د یاد هېواد ځواکونو د ملکیانو کورونه په نښه کړي دي. د یادې ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، هر مهال چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځته کېږي، پاکستانی لوری د ملکیانو کورونه په نښه کوي.