Asset 1SWN

ا.ا: دا مهال افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله شتون او فعالیت نه‌لري

arg-qeix75wf5ssq8xo7l9r49kui2ll6tg0s0bfx0zs3go

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخوانی مشر جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان جنرال کنت مک‌کنزي احضار کړل او له افغانستانه یې د امریکا د وتلو په اړه د توضیحاتو غوښتنه وکړه.

دغو دوو پخوانیو امریکايي پوځیانو دغه غونډه کې ادعا کړې چې اوس د افغانستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې دننه ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او یادې ډلې په راتلونکي کې د امریکا لپاره ګواښ کېدای شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وړاندیز کړی چې افغانستان کې باید د داعش او القاعدې ډلې د پیاوړتیا مخه ونیول شي.

خو اسلامي امارت د دغو دوو پخوانیو امریکايي چارواکو څرګندونې ناسمې بولي او زیاتوي چې اوسمهال افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون او فعالیت نه لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «دا څرګندونې د امریکا د دوو پخوانیو او متقاعدو دي چې زیات اهمیت نه‌لري، خو باید وویل شي چې افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ورکول کېږي او داعش هم د نابودۍ په حال کې دی.»

د چارو یوشمېر کارپوهان افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امریکا پر دریځ نیوکې کوي.

د دوی په وینا، هېوادونه په دې اړه ګډ نظر نه‌لري او امریکا غواړي د ترهګرۍ له مسلې په استفادې، خپل اهداف ترلاسه کړي او دا لامل شوی چې د ترهګرۍ مسله او په اړه یې اندېښنې تراوسه حل نه‌شي.

د افغان ملت د پیوستون جریان مشر محمدزلمي افغانیار پوپل وویل: «که دې ډلې سره د امریکا د مبارزې هدف وي، نو تېرو ۲۰کلونو کې یې افغانستان کې حضور درلود او دا کار یې باید  کړی وای. نن د دې څرګندونو تم‌ځای پاکستان دی. د القاعده مشر پاکستان کې له‌منځه لاړ، ایا د پاکستان پر وړاندې یې اقدام وکړ.؟ خو نن یې پاکستان نږدې ملګری دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ترهګرۍ مسله او په اړه یې په نړیواله کچه اندېښنې تیرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت پر حکومت د نړیوالو له نیوکو څخه دي؛ هغه دوه موارده چې د اسلامي امارت له پرلپسې څرګندونو سره سره لا هم نه دي حل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام