Asset 1SWN

نوی ښوونیزکال؛ د روزګان مسوولان: محرومو سیمو کې به د زده‌کړو زمینه برابره کړو

=--=---=

د ۱۴۰۳ ښونیز کال پیل سره هم‌مهاله د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له زده‌‌کړو محرومو سیمو کې ماشومانو ته د زده‌کړو کولو زمینه برابره کړي.

روزګان کې د پوهنې ریاست او محلي چارواکو له لوري د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره، نوی ښوونیز کال پرانېست.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې اړه جوړو شویو مراسیمو ته د روزګان والي مولوي عنایت‌الله شجاع وویل، تر بل هر وخت هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره ده او ا.ا ژمن دی چې لروپرتو سیمو ته د ښوونې او روزنې متوازن او معیاري خدمات وړاندي کړي.

نوموړي عصري زده‌کړې د هېواد پرمختګ او پر ځان‌بسیاینې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې خلک دې له ښوونیزو مرکزونه څارنه وکړي.

د یاد ولایت والي پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو اولادونو سالمه روزنه او زده‌کړو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د روزګان د پوهنې رییس شمس‌الله کامران بیا له ښوونکو غوښتنه وکړه چې د نوي کال په پیل سره د یاد ولایت ځوان نسل ته معیاري زده‌کړو وړاندې کولو کې زیار وباسي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د سرپرست حکومت په راتلو سره تر ډېره په لروپرتو سیمو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې او د تېر کال په پرتله سږکال د زده‌کوونکو جذب کې زیاتوالی هم راغلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام