Asset 1SWN

ننګرهار کې د ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاګانو کیندنې خلک اندېښمن کړي

6849-st1-739_416

د ننګرهار یوشمېر سیمو کې تر ډېره هغه شاړې ځمکې چې له کلونو بې‌کښته پاتې وې، اوس ابادې شوي او د خړوبولو لپاره یې بزګران د لمریزې برښنا او واټرپمپونو په وسیله له ځمکې خوږې اوبه راباسي.

د همدې سیمو یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې کار سره د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټيږي او د پاکو اوبو د کمښت لامل به شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وویل، د کانال ځمکې چې تازه خلکو له دولته په اجاره نیولي، د خړوبولو لپاره یې د ځمکې لاندې اوبو کارول ډېر شوي او هغوی یې د اوبو له کمښت سره مخ کړي.

د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی اجمل وايي: «دلته فارم هډه، خالص فامیلو او نورو سيمو کې خلکو برمې ايستې او د پټو لپاره اوبه راباسي، که دا خلک د سيند له اوبو استفاده وکړي او يا هم ويالې راتېرې کړي او ځمکو ته اوبه ورکړي، نو هم به د پاکو اوبو د کمښت مخه ونيول شي او هم به د دوی بې‌ځايه مصارف نه‌کيږي.»

هغه کسان چې د واټرپمپونو پر مټ کرنیزې ځمکې خړبوي وايي، دا چې حکومت یې تراوسه کرنیزو ځمکو ته ویالې نه‌دي تېرې کړي، د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبه کاروي.

اصحاب‌الله چې د جلال‌اباد ښار فارم هډې سيمه کې یې له کانال رياسته په اجاره ځمکه اخيستې وايي: «زما دلته ځمکې دي، په اجاره مې نيولي. دا د سولرو او واټرپمپونو سېسټم مې ورته برابر کړی، بله چاره نشته، مجبوره يوو چې د همدې واټرپمپونو له لارې خپلې ځمکې اوبه کړو. د کانال رياست نه مو دا غوښتنه ده چې دلته نږدې غټې ويالې شته له دې، دې موږ ته اوبه راتېرې کړي، نو مونږ به ترې خپلو ځمکو ته اوبه ورکوو، موږ ته هم ګټه ده او ولس ته هم ګټه ده، ځکه چې مصرف پرې کم راځي.»

د اوبو برخې متخصصان هم د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره په خپل سر د لمریزې برښنا په وسیله د ځمکې لاندې اوبو استفادې څخه اندېښنه ښيي او وايي، دا چاره به څو کلونو کې د ځمکې لاندې اوبه کمې کړي.

د اوبو برخې کارپوه وحید اسلام وویل: «خوږې اوبه بیخي کمې دي له هغو اوبو چې په طبیعت کې موجودې دي، دوه نیم فیصده یې خوږې دي د همدې خوږو اوبو دیرش سلنه زمونږ په لاس کې دي او د افغانستان په اکثره نقاطو کې شته او داچې دا اوبه د زراعت لپاره په خپل سر راوباسو دا ناسمه ده او د اقلیم  په خرابولي کې رول لري.»

ورته مهال د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريب‌مل سلام‌وطندار ته وويل، دغه ریاست به د يادې ستونزې د حل په موخه د ځمکو خړبولو لپاره واړه چکډيمونه جوړ او له لوی نهر څخه يادو ځمکو ته اوبه تېرې کړي.

«له ښه مرغه موږ د ننګرهار کانال رياست پر ځمکو باندې د وړو وړو چک ډيمونو تابیه لرو. همدارنګه له لوی نهر يا لوی د اوبو کانال څخه د اوبو راپورته کولو لپاره مو بدېلې لارې موندلې چې له ښه بخته چې د دې لارې د قراردادي شرکتونو او کانال يوه اندازه ځمکې اوبه کيږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 د ننګرهار په ګډون د افغانستان په ډیری ولایتونو کې تر ځمکې لاندې د خوږو اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د خلکو اندیښنې هم زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام