Asset 1SWN

کندهار کې د ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

kandahar-1122-pup5vy73iisvkp4e6ftkozf2dmp77w80owfiyws5mw

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې کندهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

پېښه نن پنج‌شنبه، وري دویمه، سهار ۸:۳۰ بجې د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «کابل بانک» مخې ته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته وايي، پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې چې پر مهال یې  درې ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې دغه پېښه نن پنج‌شنبه سهار۸:۳۰ بجې د ياد بانک مخ ته هغه مهال رامنځته شوې چې خلکو له بانک څخه د خپلو پیسو راوستلو ته لیکه جوړه کړې وه.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند ټينګار وکړ چې دغه ځانمرګی په عامه سیمه کې شوی او ډېری مرګ‌ژوبله  هم ملکیانو ته اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تراوسه د یاد ځانمرګي برید کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام