Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت: تېرکال د کانګو ناروغي له امله ۱۱۴ کسان مړه شوي

IMG_E1338-pqlfsjyhdy9w2oyev0qizkrbto9cocgbkh1bs9oadk-prbctt644vfm9aor75stcg0m2z3cehgybuqzy2jszs

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله تېر ۱۴۰۲ کال پرمهال هېواد کې د کانګو تبې ناروغي پېښې زیاته شوې دي.

د یاد وزارت د ساري ناروغیو برخې رییس فخرالدین ستانکزي نن پنج‌شنبه، وري دویمه سلام‌وطندار ته وویل، د تېر کال پرمهال هېواد کې پر کانګو ناروغي اخته ۱۱۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دا ناروغي زیاته شوې. ۱۴۰۲کال کې ۱۲۳۸پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۱۴کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز ۱۴۰۱ کال کې بیا ۴۳۱ پېښې شوي چې له ډلې یې ۱۱کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

له دې سره کابل ښار کې د انتاني روغتون مسوولان وايي، هرکال د وري میاشتې په وروستیو کې د کانګو ناروغي زیاتیږي او دغه روغتون هم پر دې ناروغي د اخته ناروغانو درملنې ته چمتوالی نیولی دی.

د انتاني روغتون متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل، سخته تبه، د سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخ پاتې کېدل، د ملا درد، د سترګو سره‌کېدل او غوسه د کانګو ناروغۍ له نښو څخه دي.

هغه د دغې ساري ناروغۍ مخنیوي په اړه وویل: «هغه کسان چې پر بدن زخم لري، باید مسلخونو ته نږدې نه‌شي او همداراز له دست‌کشو پرته څارویو ته لاس ورنه‌وړي. کله چې د څارویو غوښه پخوي، هڅه دې وشي چې ښه حرارت ورکړل شي.»

کانګو یا وینه بهونکې تبه یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د څارویو د کنې په واسطه د څاروي په بدن کې پیدا کېږي او وروسته د همدغه څاروي د غوښې خوړو له لارې د انسان بدن ته ننوځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې یوشمېر ناروغ‌لرونکي له عامې روغتیا او کرنې وزارتونو غواړي چې د څارویو د ساتلو ځایونه دواپاشي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام