Asset 1SWN

کابل کې د دوو اوونیو پرمهال د کانګو ناروغي له امله اته کسان مړه شوي

65828530_906

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون مسوولان وايي چې پلازمېنه کابل کې پر کانګو ناروغي د اخته ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

د یاد روغتون د مسوولانو په وینا، د تېرو دوو اوونیو پر مهال اته کسان پر یادې ناروغۍ له اخته‌کېدو وروسته مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د انتاني ناروغیو ملي او تخصصي روغتون ډاکټر فرید عمري وویل: «له اختر وړاندې مو له شپږ تر اتو کسانو بسترول، خو له اختر وروسته چې خلکو روغتیايي سپارښتونو ته پام ونه‌کړ، اوس یې شمېر ۴۰ ته رسېدلی او د مړینې شمېر هم اته کسان دي.»

د یاد روغتون مسوولان د ناروغانو درملنې لپاره د ځای کمښت څخه د شکایت ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې یاد روغتون کې د ناروغانو درملنې لپاره بسترونه زیات کړي.

په ورته مهال فرید عمري زیاته کړه چې شدیده تبه، د سر درد، د غړو درد، د غاړې شخي، د ملا درد، د سترګو سوروالی او ستړیا پر کانګو ناروغۍ د اخته کس نښې نښانې بولي.

هغه له خلکو غواړي چې پر کانګو ناروغۍ د اخته‌‌‌کېدو مخنیوي لپاره باید روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.

نوموړي وویل: «کله چې څارویو هلالو او زموږ لاس او پېښه زخمي، نو باید څاروي ته نږدې نه‌شو او کله چې هلاله کوو باید دست‌کشې، عینکې، ماسک او موزې ولرو او وروسته هلاله وکړو.«

په ورته مهال د کابلد انتاني ناروغیو ملي تخصص روغتونکې یو ناروغ وايي چې د لوی اختر پر مهال یې څاروی هلال کړی چې له امله یې پر کانګو ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وویل: «د اختر ورځو کې مو غوا هلاله کړه او کنه مې پر پښه کېښنه چې وروسته مې لرې کړه او زړه کې مې شک پیدا شو او وروسته پر کانګو ناروغي اخته شوم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر ۱۴۰۱ کال کې کابل کې ۱۶۰ کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو چې له ډلې یې ۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام