Asset 1SWN

پاکستان کې د کانګو ویروس له امله یوه افغان مېرمنه مړه شوې

080828523341fdf

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د کانګو ویروس له کبله د یوې افغان مېرمنې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن «دوشنبه د مې اتمه» راپور ورکړی چې د دغه هېواد په بلوچستان او سِند ایالتونو کې کانګو ویروس یوه ۲۰کلنه افغان مېرمنه او یو ۲۸کلن پاکستانی ځوان مړه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې دغه افغان مېرمنه اومېندواره وه او وروسته له هغې د کوټې فاطمې جناح روغتون ته وړل شوې وه چې له خولې او پوزې یې وینې بهیدې.

د راپور پر بنسټ، له لابراتواري معایناتو وروسته معلومه شوه چې دغه مېرمن پر کانګو ویروس اخته وه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په تېرو لسو ورځو کې درېیم کس و چې د یاد ویروس له امله مړ کېږي. د روغتیايي چارواکو د ادعاوو له مخې، په تېرو څلور میاشتو کې څلور کسانو دغه هېواد کې د کانګو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ټولو یې افغانستان ته سفر کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام