Asset 1SWN

د پکتیا ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

---------------------

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یوې حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

نښته نن دوشنبه، کب ۲۹مه سهار مهال پیل شوې چې تر دې دمه روانه ده. د جګړې پیل سره هم‌مهاله له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه هم تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه د نښتې د رامنځته کېدو لامل نه‌دی روښانه  شوی.

د سرچينې په وینا، د ډنډپټان ولسوالي اړوند «استيا کلي» کې پر يوه کور د پاکستان د هاوان مرمۍ لګېدلو له امله یو کس ټپي شوی هم دی.

د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکو هم سلام‌وطندار ته تایید کړې چې جګړه نن سهار پیل شوې او درنې وسلې هم په‌کې کارول شوې دي.

دغه نښته داسې مهال رامنځته کېږي چې پاکستاني ځواکونو بېګاه شپه شاوخوا ۳بجې د پکتیکا برمل او د خوست سپېرې ولسوالي کې هوايي بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په شویو هوايي بریدونو کې د پکیتکا برمل ولسوالي په لمن سیمه کې د درېوو ښځو او درېوو ماشومانو په کډون شپږ کسان او د خوست سپېرې ولسوالي په افغان دوبۍ سیمه کې بیا دوه کسان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام