د افغان ځواکونو په بریدونو کې د پاکستان د پوځ یو قومندان وژل شوی

د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پاکستان د پوځ یو قومندان وژل شوی او دوه سرتیري یې ټپیان شوې دي.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د کب ۲۸مه خبر ورکړی چې د پوځ دغه قومندان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاړه چینار ولسوالي په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ پر مرکزونو مو بریدونه کړي

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت وايي چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت نن دوشنبه، کب ۲۹مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.

د پکتیا ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یوې حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولسوالي کې ډیورنډ کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

نښته نن دوشنبه، کب ۲۹مه سهار مهال پیل شوې چې تر دې دمه روانه ده. د جګړې پیل سره هم‌مهاله له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه هم تړل شوې.

پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ مجاهد: بدې پایلې به ولري

پر خوست او پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې دغه ډول ناسنجیده کړنې به بدې پایلې ولري.

د سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې دې هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې داسې پېښې به خورا بدې پایلې ولري او کابو کول به یې د پاکستان اختیار کې نه‌وي.