Asset 1SWN

افغاستان نن له ایرلنډ سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

377905

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن شپه په خپل کوربه‌توب د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د شل اووره سیالیو د لوبلړۍ برخلیک‌ ټاکونکې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه دوشنبه، کب ۲۸مه، د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان لوبډلې بېګاه شپه د ایرلنډ پر وړاندې د روانې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یادې لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماته ورکړه.

له دې بریا سره روانه لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه او نن شپه به د لوبلړۍ د ګټلو برخلیک‌ټاکوونکې لوبه وي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ سیالي کې له ایرلنډ ماته خوړلې وه، خو بېګانۍ سیالي کې بریا خپله کړه.

که څه هم دې لوبه کې افغانستان پر ۱۴ منډو خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو محمدنبي او صدیق ښکلې سیالي نندارې ته وړاندې کړه او د لوبډلې دریځ یې پیاوړی کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

محمدنبي ۵۹ او صدیق اتل ۳۵ منډې جوړې کړې. راشدخان بیا ښکلې توپ‌‌اچوونه وکړه او څلور وېکټې یې ترلاسه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام