Asset 1SWN

افغانستان نن ایرلنډ سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

377313

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربه‌توب نن د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه مازدیګر ۴بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته د ۳۵ منډو په توپیر ماته ورکړې او دویمه سیالي بیا د باران له امله لغوه اعلان شوه.

افغان کرېکټ بورډ به نننۍ لوبه کې هڅه وکړي چې بریا ترلاسه کړي او روانه لوبلړۍ په خپل نوم کړي. ایرلنډ له دې وړاندې په یوازینۍ ټسټ لوبه کې افغانستا ته ماته ورکړې.

افغانستان له ایرلنډ سره په وروستیو مخ شویو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور ځلې بریا خپله کړې او یوازې یوه لوبه د باران له امله لغوه اعلان شوې ده. ایرلنډ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وړاندې افغانستان ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې هم ماته ورکړه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان او ایرلنډ به له یادو سیالیو وروسته د مارچ په ۱۵مه جمعه د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام