م.جاهد: امریکا کې ځینې فرصت‌غوښتونکي کسان افغانستان کې د بې‌باورۍ جوړولو په لټه کې دي

سره له دې چې ا.ا په وار وار ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو بیا هم نړیوالو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو او امنیتي ستونزو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

غزني کې ۲۴۹ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني اوسېدونکي د نورو ستونزو ترڅنګ، شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او هغوی چې ښوونځیو ته ځي، په ازاده فضا کې ژوند کوي. د غزني په مرکز او ولسواليو کې يو‌شمېر اوسېدونکي او ښوونکي د ښوونځيو د ودانيو له نه موجودیت څخه سر ټکوي او دې برخه کې پر حکومت نيوکه کوي.

ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې قطعې له لوري چارتراش لرګي نيول شوي

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د تېرو دوه‌نیمو میاشتو پر مهال ۴۵۰ عدد چارتراش لرګي نیول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قومنداني د ځنګلونو ساتې (شنې قطعې) قومندان قاري شيرين اغا بدر سلام‌وطندار ته وایي چې د دې ولایت  په خوږياڼو، پچيراګام، اچين، سپين غر او يوشمېر نورو ولسواليو کې دغه چارتراش نیول شوي دي.

افغانستان نن ایرلنډ سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربه‌توب نن د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه مازدیګر ۴بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

کندهار کې روان کال د نشه‌يي توکي کښت او قاچاق په تور ۶۰۳کسان نیول شوي

د کندهار امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې د نشه‌يي توکو اړوند ٣٣١ قضیې ثبت کړي او په تړاو یې ۶۰۳ کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند اسد‌الله جمشید سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو کسانو د نیولو ترڅنګ یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې سلګونه جریبه د تریاکو او بنګو کرل شوي کښتونه هم له‌منځه وړي دي.

د تورخم دروازې تړل‌کېدل؛ «که خلاصه نه‌شي ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي»

پاکستان د تورخم دروازه له تېرو دوو ورځو راهیسې د ناروغانو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې چې د یادې لارې تلوونکو ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

یوشمېر ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې ناروغان یې له دوو ورځو راهیسې پاکستان ته د اوښتو په تمه دي، خو هاخوا د تللو اجازه نه‌ورکوي.

روزګان کې له یوه کس لسګونه تاریخي اثار موندل شوي

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کي یې د یوه کس له کوره، لسګونه تاریخي اثار موندلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدافضل سید سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اثار یې، له ډېرو هڅو وروسته موندلي او تر څېړنیو وروسته به یې تاریخي مخینه معلومه کړي.

د  کندهار په ارغنداب کې په درې میلیونه افغانیو چکډېم جوړېږي

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کی د درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه چکډېم د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د «تړلي درې» په نوم دغه چکډېم د کندهار ارغنداب ولسوالي د محمدیعقوب خان کلا په نوم سیمه کې جوړېږي. یاد چکډېم د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

حنفي: دیني عالمان دې د ناوړه دودونو له‌منځه وړو لپاره اقدام وکړي

د امربالمعروف او نهې عم‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي وايي چې دیني عالمان، د ټولنې مخور او قومي مشران باید د ناوړه دودونو له‌منځه وړو لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې میدان‌وردګ ته د سفر په ترڅ کې د شریعت خلاف ناوړه دودونو د مخنیوي په هکله جوړه شوې غونډې ته کړې دي.

کرنې وزارت: سږکال مو هېواد کې ۵۰۰ لوی او واړه چکډېمونه جوړ کړي

 د لوګر مرکز پل‌علم کې د کرنې ریاست له لوري جوړه شوې یوې غونډې ته د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء‌الله عمري وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه ۵۰۰ لوي او واړه چکډېمونه جوړ کړي دي.