Asset 1SWN

حنفي: دیني عالمان دې د ناوړه دودونو له‌منځه وړو لپاره اقدام وکړي

IMG-20240310-WA0027

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي وايي چې دیني عالمان، د ټولنې مخور او قومي مشران باید د ناوړه دودونو له‌منځه وړو لپاره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې میدان‌وردګ ته د سفر په ترڅ کې د شریعت خلاف ناوړه دودونو د مخنیوي په هکله جوړه شوې غونډې ته کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې، ټولنه کې د شریعت خلاف ناوړه دودونه له هغې ډلې، لوړ ولور، په بدو کې د ښځو ورکړه، په زوره نکاح کول، د اسلام او شریعت خلاف ناوړه دودونه دي چې باید علما، قومي مشران، او متنفیذین، یې باید د له‌منځه وړو لپاره جدي اقدام وکړي.

د هغه په وینا، د ښځې مهر او میراث باید د اسلامي اصولو په رڼا کې دوی ته ورکړل شي.

په دغه غونډه کې د میدان‌وردګ والي قاري بختيار معاذ ګډونوالو ته په یاد ولایت کې د ناوړه دودونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د شریعت خلاف ناوړه دودونو په له‌منځه وړو کې به د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست سره همکاري کوي.

بل‌خوا د یاد ولایت د علماوو شورا رییس شیخ فضل‌هادي فضلي وویل: «میدان‌وردګ کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړو لپاره پلان جوړ شوی چې تر عامه پوهاوي وروسته به په تدریجي ډول له‌منځه ولاړ شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه اقدام پر داسې مهال کېږي چې ټولنه کې ناوړه دودونه له اوږدې مودې راهیسې دود دي او د ښځو د شرعي  حقونو د ورکړې خنډ ګرځېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام