Asset 1SWN

غزني کې ۲۴۹ ښوونځي ودانۍ نه لري

ghzani

د غزني اوسېدونکي د نورو ستونزو ترڅنګ، شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري او هغوی چې ښوونځیو ته ځي، په ازاده فضا کې ژوند کوي. د غزني په مرکز او ولسواليو کې يو‌شمېر اوسېدونکي او ښوونکي د ښوونځيو د ودانيو له نه موجودیت څخه سر ټکوي او دې برخه کې پر حکومت  نيوکه کوي.

محمود چې د غزني په قره‌باغ ولسوالي کې ښوونکی دی وايي، په یاده ولسوالي کې دولس کاله وړاندې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، خو تراوسه یې کار نه‌دی بشپړ شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه ښوونکي په وینا، د غزني په ولسوالیو کې زیاتره ښوونځي هېڅ ودانۍ نه‌لري..» هغه زیاتوي: «شاوخوا دیارلس څوارلس کاله کېږي چې د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو تراوسه ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي په ازاده فضا کې خپل درسونه وايي. د لومړنۍ او منځنۍ دورو ډېری ښوونځي خو هېڅ ودانۍ نه لري.»

په ورته وخت کې د غزني اوسېدونکي هم وايي چې د کلونو جګړې او ناامنۍ لامل شوي چې زده‌کوونکي د درس لوستلو لپاره له معیاري ټولګیو څخه بې‌برخې پاتې شي او تر خیمو لاندې زده‌کړې وکړي. د غزني د مرکز او اندړو ولسوالي اوسېدونکي ذکریا او رحمت‌الله وايي:

«له بده مرغه د کلونو جګړې لامل شوي چې ډېری ښوونځي ودانۍ ونه لري او زده‌کوونکي په کنډوالو کې یا هم تر ونو لاندې زده‌کړې وکړي. دا یوه لویه ننګونه ده؛ په ژمي کې له سختۍ یخنۍ او په اوړي کې هم له سوځوونکي لمر سره مخامخېږي.»

«عالي لیسه ودانۍ لري، خو د لومړنۍ او منځنۍ دورو ځینې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري او زده‌‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.»

بله‌خوا د ښوونې او روزنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي، د زده‌کوونکو لپاره د مناسبې درسي فضا او ښوونیزو امکاناتو نه‌ موجودیت د تدریس پر بهیر منفي اغېزې کوي. دوی وايي، په دغسې شرایطو کې زده‌کوونکي نه‌شي کولای چې په سمه توګه خپل درسونه زده کړي.

د پوهنتون استاد او د ښوونیزو چارو کارپوه محمدفاروق پویا سلام‌وطندار ته ویلي: «کله چې یو زده‌کوونکی تر خیمې او ونې لاندې درس وايي، ډېر درس نه‌شي زده‌کولای؛ ځکه حواس یې تیت‌وپرک وي. که یو معیاري ځای یې لپاره وي، د زده‌کړو ښه‌والي لپاره غوره دی. دا ستونزې په ډېری ولسوالیو کې زیاتې دي.»‎

د غزني د پوهنې ریاست مسوولان هم په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو نه لرلو ستونزه مني او وايي، په یاد ولایت کې د ۶۸۰ ښوونځیو له ډلې ۲۴۹ یې هېڅ ودانۍ نه‌لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غزني د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر صبغت‌الله احمدي سلام‌وطندار ته ویلي:«موږ د غزني ولایت په کچه ۶۸۰ ښوونځي لرو چې له ډلې یې ۲۴۹ یې هېڅ ودانۍ نه لري. ډېری زده‌کوونکي تر خیمو لاندې او شخصي ځایونو کې زده‌کړې کوي او انشاالله په راتلونکي کال کې یې د رغاونې او بیا جوړېدو پلان شته.»

غزنی ۱۸ ولسوالۍ لري چې د تېرو کلونو جګړو له کبله په زیاتره دغو ولسوالیو کې خلکو ته د ښوونې او روزنې او پرمختیايي چارو فرصتونه نه‌دي برابر شوي، خو اوس چې جګړه پای ته رسېدلې، لپاره یې لازمه بودیجه نشته چې پرې ورغول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام