Asset 1SWN

کرنې وزارت: سږکال مو هېواد کې ۵۰۰ لوی او واړه چکډېمونه جوړ کړي

چکډېم

 د لوګر مرکز پل‌علم کې د کرنې ریاست له لوري جوړه شوې یوې غونډې ته د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء‌الله عمري وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه ۵۰۰ لوي او واړه چکډېمونه جوړ کړي دي.

عمري زیاته کړه، دغه چکډېمونه د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وزارتونو له لوري جوړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغه چکډېمونو له پرانېستل‌کېدو وروسته په یوشمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړ شوې او راتلونکي کال کې به کروندګر او بڼوال د خپلو کرنیزو چوپړونو لپاره په کافي اندازه اوبه ولري.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په وینا، د وروستیو واورو او بارانونو له امله په یوشمېر ولایتونو کې لوی او واړه څاروي له‌منځه تللي او یوشمېر د لوږې له ګواښ سره مخ دي چې د ا.ا رهبرۍ د پرېکړې له مخې، بېلابېلو ولایتونو کې د سل میلیونه افغانیو په مالي لګښت له مالدارو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته شوې.

د ده په وینا، «کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې کرنه او مالدارۍ عصري بڼې ته واړه وي، کروندګرو او مالدارو ته په بېلابېلا برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

جوړې شوې غونډې ته د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي هم د تېر یوه کال لاسته راوړنې او ستونزې شریکې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو لپاره د مارکېټ او سړوخونو نشتون او د څارویو د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په موخه کروندګرو او بڼوالو سره خپلې مرستې و نه‌سپموي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام