Asset 1SWN

د  کندهار په ارغنداب کې په درې میلیونه افغانیو چکډېم جوړېږي

چکډېم

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کی د درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه چکډېم د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د «تړلي درې» په نوم دغه چکډېم د کندهار ارغنداب ولسوالي د محمدیعقوب خان کلا په نوم سیمه کې جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه چکډېم ۲۵متره اوږدوالی، ۱۵ لوړوالی او څلور متره پلنوالی لري چې د ا.ا د مشرتابه  له لوري د هرې ولسوالي لپاره د ځانګړې شوې، بودیجه څخه درې میلیونونه افغانیو په لګښت سره په اساسي ډول ورغول شي. یاد چکډېم د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

د یاد چکډېم د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي مشر حبیب‌الله اخندزاده وویل چې د دې چکډېم  جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو، څاروي‌لرونکو او کروندګرو د اوبو ستونزې هواره شي.

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چي په یاده برخه کي نورې پروژی هم پلې کړي، څو ورسره د وچکالي پرمهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکي هم د یاد چکډېم پر جوړېدو خوښ دي او وايي، د یاد چکډېم په جوړېدو سره به یې ستونزې هوارې شي.

دغه چکډېم داسې مهال جوړېږي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د یوه کال پر مهال یې هېواد کې ۵۰۰ چکډېمونه جوړ کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاء‌الله عمري لوګر ته د یوه سفر پرمهال ویلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه ۵۰۰ لوي او واړه چکډېمونه جوړ کړي دي.

د عمري په وینا، دغه چکډېمونه د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وزارتونو له لوري جوړ شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې د دغه چکډېمونو له پرانېستل‌کېدو وروسته په یوشمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړ شوې او راتلونکي کال کې به کروندګر او بڼوال د خپلو کرنیزو چوپړونو لپاره په کافي اندازه اوبه ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام