Asset 1SWN

پکتیا کې په نږدې درې میلیونه افغانیو د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

Dahla_Dam_1620296553133_1620296560927

د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د نږدې درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.

دغه چکډېم چې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالي اړوند ملاخېل کلي کې جوړېږي، چارې یې نن «سه‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وياند ايمل عمر وايي، ياد چک‌ډېم باندې ۲.۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کليو او پراختيا وزارت له لوري ورکول کېږي.

ياد چکډېم ۳۱،۵ متره اوږدوالی، پنځه متره لوړوالی لري چې ۷۵۰۰ متره مکعبه اوبه زېرمه کوي او چارې به يې په دوه مياشتو کې بشپړې شي.
د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وياند ايمل عمر زیاته کړه چې د ياد چک‌ډېم په جوړېدو به د باران اوبه مهار او زياتې کرنيزې ځمکې به ترې خړوبې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکي که څه هم د ياد چک‌ډېم په جوړېدو خوښ دي، خو وايي، د ځمکې لاندې اوبو کچې د راپورته‌کېدو لپاره دې د سرپرست حکومت د لويو بندو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام