Asset 1SWN

روزګان کې له یوه کس لسګونه تاریخي اثار موندل شوي

تاریخي اثار

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کي یې د یوه کس له کوره، لسګونه تاریخي اثار موندلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدافضل سید سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اثار یې، له ډېرو هڅو وروسته موندلي او تر څېړنیو وروسته به یې تاریخي مخینه معلومه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په موندل شویو اثارو کې ۷۶ ډوله مرۍ او کوریان، درې غټ کټوریان، پنځه کوچني کټوریان، یو قاب، دوه کوچني سرپوښونه، یو تبرزین او ځینې نور کړۍ او ځنځیرونه شامل دي چې د چهارچینو ولسوالي اړوند د مغزاباد سیمې له یوه اوسېدونکي سره نیول شوي دي.

د روزګان د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدافضل سید زیاته کړه چې یاد تاریخي اثار د ځمکې اړولو پرمهال  دغه کس موندلي وو او وروسته د امنیې قومنداني په همکاري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.

بل لور ته د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس اغاولي قریشي له ولسونو وغوښتل چې د خپلو تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د هغوی په موندل کې ورسره مرسته وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته تاریخي اثار موندل شوي چې لرغونتیا سلګونه کلونو ته ورګرځي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام