Asset 1SWN

د موزیم نړیواله ورځ؛ «د ځای نشتون له کبله ۹۵سلنه اثار ګودامونو کې ساتو»

bf4a2d22-44c0-4810-a336-816392678ee8

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پنج‌شنبه د مې میاشتې ۱۸مه چې د موزیم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یاده نمانځ‌غونډه کې بېلابېل ډوله لرغوني اثار هم نندارې ته وړاندې کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي موزیم سرپرست محمدزبیر عبادي دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې یاد لرغونو اثارو کې د بودا مجسمې، لباسونه، ګوتمۍ او غوږوالۍ شاملې دي چې لرغونتوب یې درېیمې او شپږمې پېړۍ کې د کوشانیانو او سامانیانو دورې ته ورګرځي.

دغه تاریخي اثار د لوګر مس‌عینک کان څخه د کورنیو او بهرنیو لرغون‌پوهانو د کیندنو په پایله کې کشف شوي دي.

هغه وویل: «موږ له هواده بهر د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه اندېښمن یو او د اسلامي امارت له راتګ وروسته تراوسه ۱۰۰۰ لرغوني اثار ملي موزیم ته سپارل شوي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د قاچاق مخه ونیسي.»

بل‌خوا د ملي موزیم مرستیال یحیی محیب‌زاده بیا وايي، ۹۵سلنه لرغوني اثار د ځای نشتون له کبله په ګودامونو کې ساتي چې په وینا یې، د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان اړوند قاچاق شوي لرغوني اثار بېرته وروسپاري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې دغه وزارت سره د لرغونو اثارو د ساتنې برخه کې مالي مرسته وکړي.

هغه وویل: «موږهڅه کوو چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د ګرځندوی برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړو او ورسره د لرغونو اثارو ساتل زموږ د ټولو ګډه دنده ده او باید هېوادونه له موږ سره همکاري وکړي.»

په همدې حال کې یو‌شمېر لرغون‌پوهان له خلکو غواړي چې د ملي موزیم د غنامندۍ لپاره هغه لرغوني اثار چې په خپلو کورونو کې ساتي، دغه موزیم ته وسپاري.

د لرغونو اثارو کارپوه مجتبی عارفي وویل: «باید د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي او د موزیم برخه کې څېړنیز مرکزونه او له هېواده بهر د لرغونو اثارو په تړاو نندارتونونه جوړ شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولانو په وینا، دا مهال د بلخ، هرات، کندهار او خوست ولایتونو موزیمونه هم فعال دي چې هره ورځ لسګونه کورني او بهرني سیلانیان د لرغونو اثارو د لیدو لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام