Asset 1SWN

د لغمان ځینې تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري

e62ae638-770c-43a2-9c0b-bee21f4f1474

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.

خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر محمدنادر مخور سلام‌وطندار ته وویل چې يوشمېر رغول شوي تاريخي ځایونه د حکومت پاملرنې ته اړتيا لري.

د نوموړي په وینا، اوس په دغه ولايت کې د «عقل تمامې کلا، شاهي منار او د اخوندزاده بابا زيارت» په نوم تاريخي ځايونه د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د بيارغونې لپاره يې د حکومت مرکزي ادارې ته وړانديزونه هم شوي دي.

بله‌خوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی وايي، په مهترلام ښار کې د سراج تاريخي کلا او د مهترلام بابا زيات ساتنې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي. د لغمان یو فرهنګي محب‌الرحمان ماليار په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«په‌کار ده چې وطنوال پر دې ارزښت پوه شي، عامه پوهاوی ورکړل شي، سیمینارونه او کلیکسیونونه جوړ او موزیم پراخ شي. نو زه مشخص وړاندیز لرم چې تشکیلات زیات او له نړیوالې ټولنې، په تېره یونسکو نه مرسته وغوښتل شي.»

په ورته وخت کې د لغمان یوشمېر اوسېدونکي له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه غواړي چې په دغه ولايت کې د نورو تاريخي ځايونو د تثبيت لپاره هم کار وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وايي، په لغمان کې ګڼ‌شمېر تاريخي سيمې شته چې تر اوسه نه‌دي په ګوته شوي او د حکومت پام نه‌دی وراوښتی. د مهترلام ښار اوسېدونکی عبدالاحد مېړنی وايي: «له دولت څخه مو هیله دا ده چې دغو تاریخي ځایونو، په ځانګړې توګه د لغمان هغو ته پام واړوي. هغه چې ترمیم ته اړتیا لري، هغه دې ترمیم شي. که نړیوال نه وي، لږترلږه خو د نورو ولایتونو د خلکو د پام وړ وګرځي.»

لغمان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې ډېر شمېر تاریخي اثار او ځایونه لري. د دغه ولایت تر ټولو نوموتې او مهمې سیمې استوپې، غارونه، سټوپا، منارونه، کلاګانې او زیارتونه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام