Asset 1SWN

افغانستان نن له ایرلنډ سره دویمه شل اووره سیالي کوي

377854

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن شپه له ایرلنډ سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالي کې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، کب ۲۷مه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د یادې لوبلړۍ په لومړۍ شل اووره سیالي کې له ایرلنډ ماته خوړلې او دې لوبه کې به هڅه کوي چې لوبلړۍ برابره کړي. که ایرلنډ دا سیالي وګټي، نو ورسره به د شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي.

که څه هم د افغانستان کرېکت ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان هم لوبډلې ته راستون شوی، خو ونه‌توانېد چې لوبډله له ماتې وژغوري.

په یاده شل اووره سیالي کې یو‌شمېر ځوان افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی و چې تر ډېره په‌کې ښه وځلېدل. ننګیال خروټي او اعجاز احمدزي په لومړي ځل د افغانستان لپاره شل اووره لوبه وکړه او صدیق اتل او محمداسحاق رحیمي هم د لوبډلې برخه وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان له ایرلنډ سره په وروستیو مخ شویو پنځو شل اووره سیالیو کې یوازې دوه ځلې دې لوبډلې ته ماته ورکړې او دوه ځلې ترې ایرلنډ لوبې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام