Asset 1SWN

پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ مجاهد: بدې پایلې به ولري

4012376_0_145_2902_1777_1920x0_80_0_0_6abd12fd345e6fa40b460c8ed73f3f32

پر خوست او پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې دغه ډول ناسنجیده کړنې به بدې پایلې ولري.

د سرپرست حکومت په یوې خبرپاڼه کې دې هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې داسې پېښې به خورا بدې پایلې ولري او کابو کول به یې د پاکستان اختیار کې نه‌وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستان هغه ادعا چې کواګې د عبدالله شاه په نوم د ټي‌ټي‌پي یو قومندان یې په دې بریدونو کې په نښه کړی، هم رد شوې او په‌کې ویل شوي چې دغه کس په پاکستان کې دی.

په خبرپاڼه کې دغه برید ناسنجیده بلل شوی او هغه یې د افغانستان پر حریم تېری یاد کړی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذ م.جاهد پر اېکس‌پاڼه نن دوشنبه د کب ۲۹مه په دې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «پاکستان باید په خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول، د پاکستان په اختیار کې نه‌ وي.»

د خبرپاڼې له مخې، پاکستاني ځواکونو بېګاه شپه شاوخوا ۳بجې د پکتیکا برمل او د خوست سپېرې ولسوالي کې د عامو خلکو پر هستوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

 

په شویو هوايي بریدونو کې د پکیتکا برمل ولسوالي په لمن سیمه کې د درېوو ښځو او درېوو ماشومانو په کډون شپږ کسان او د خوست سپېرې ولسوالي په افغان دوبۍ سیمه کې بیا دوه کسان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت او ولس هم غږ شوی چې د دغه هېواد پوځ پرې‌نه‌ږدي چې د تېرو شلو کلونو په څېر د نورو ګټو لپاره خپلو ناسمو سیاستونو ته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت همداراز دې خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې چا ته به اجازه ورنه‌کړي، څو د افغانستان له خاورې په استفادې د نورو امنیت خراب کړي.

له دې وړاندې هم د پاکستان هوايي ځواکونو په خوست کې بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د پاکستان تحریک طالبان یا ټي‌ټي‌پي غړي یې په نښه کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې هغه مهال هم ګڼ‌شمېر ملکیان وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام