Asset 1SWN

دفاع وزارت: د پاکستان د پوځ پر مرکزونو مو بریدونه کړي

GI8DU62X0AAebQe

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت وايي چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت نن دوشنبه، کب ۲۸مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت لیکلي: «د ا.ا د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.»

دفاع وزارت همداراز زیاته کړې چې د هر ډول تیري ځواب ویلو ته چمتو دي او په وینا یې، هر ډول شرایطو کې به له خپلې خاورې دفاع وکړي. پاکستاني ځواکونو بېګاه شپه شاوخوا ۳بجې د پکتیکا برمل او د خوست سپېرې ولسوالي کې هوايي بریدونه کړي دي.

په شویو هوايي بریدونو کې د پکیتکا برمل ولسوالي په لمن سیمه کې د درېوو ښځو او درېوو ماشومانو په کډون شپږ کسان او د خوست سپېرې ولسوالي په افغان دوبۍ سیمه کې بیا دوه کسان وژل شوي دي.

سرپرست حکومت نن دوشنبه، کب ۲۹مه دغه بریدونه غندلي او هغه یې ناسنجیده اقدام یاد کړی دی. دغه خبرپاڼه چې د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې، په‌کې ویل شوي چې داسې پېښې به خورا بدې پایلې ولري او کابو کول به یې د پاکستان اختیار کې نه‌وي.


نیمروز کې د ا.ا او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

پکتیا کې د ا.ا او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

پکتیا کې د ا.ا پوله‌ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې


په خبرپاڼه کې راغلي: «پاکستان باید په خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول، د پاکستان په اختیار کې نه‌ وي.»

دا لومړی ځل دی چې سرپرست حکومت، امنیتي ځواکونو ته پر پاکستان د بریدونو امر کوي. له دې وړاندې هم د دفاع وزارت د دغه هېواد د هوايي بریدونو په غبرګون کې ګواښ کړی و چې د ورته بریدونو دوام به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان له دې مخکې پر خوست او کونړ او ځینو نورو ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې د ټي‌ټي‌پي‌ غړي یې په نښه کړي دي. خو سرپرست حکومت بیا تل دغه ادعاوې رد کړي او په بریدونو کې یې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې خبره کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام