Asset 1SWN

محمدعبدالکبیر: د شانګهای همکاریو سازمان کې دې ا.ا ته د ګډون بلنه ورکړل شي

GI4NtA0XcAAqC0n

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي محمد عبدالکبیر کابل کې د چین سفیر جاوشینګ سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت غواړي چې د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې غونډه کې د ناظر په توګه د ګډون بلنه ورکړل شي.

محمدعبدالکبیر یکشنبه، کب ۲۸مه کابل کې د چین سفیر سره لیدلي دي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې مولوي عبدالکبیر د چین له سفیره دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین سفیر جاوشینګ سره لیدنه کې هیله‌ ښودلې چې د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې ناسته کې د ناظر غړي په توګه بلنه ورکړل شي.»

د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، که سرپرست حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستو او پر ښځو د محدودیتونو لرې کولو په څېر د نړیوالو غوښتنې ومني، ښايي استازي ته یې د شانګهای غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د دوی په وینا، د شانګهای غونډه کې د ا.ا د استازي ګډون کولای شي، د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي وضعیت مثبت اغېز وکړي.

د نړیوالو چارو کارپوه نورالله ثاقب سلام‌وطندار ته وویل: «د سیمې هېوادونه غواړي چې دې ناستې ته د ا.ا استازي ته بلنه ورکړل شي، په ځانګړې توګه چین د دې غوښتونکی دی چې د ا.ا استازی دې ناستې ته د سیمې هېوادونو اندېښنو ته د رسېدنې لپاره وروبلل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی هم وايي، د شانګهای سازمان راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندو په برخه کې هم ګټور تمامېدی شي. «د نړۍ هېوادونه د افغانستان او افغانانو وضعیت پر وړاندې مسوولیت لري او د ا.ا ګډون به د رسمیت پېژندنې زمینه ته لاره اسانه او ساده کړي.»

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د څارونکي غړي په توګه د شانګهای همکاریو سازمان کې ګډون کاوه، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېده، د دغه سازمان غونډو کې د افغانستان هېڅ استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې چین لومړنی هېواد دی چې په رسمي ډول یې د اسلامي امارت سفیر منلی او کابل کې د هغه هېواد سفیر خپل باورلیک د اسلامي امارت رییس الوزرا ته سپارلی دی. همدارنګه چین بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان کانونو کې پانګونو ته هم لېوالتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام