Asset 1SWN

د افغان ځواکونو په بریدونو کې د پاکستان د پوځ یو قومندان وژل شوی

3-7

د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې د پاکستان د پوځ یو قومندان وژل شوی او دوه سرتیري یې ټپیان شوې دي.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د کب ۲۸مه خبر ورکړی چې د پوځ دغه قومندان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاړه چینار ولسوالي په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان ډان‌ ورځ‌پاڼې سیمه کې د یوه پولیس افسر له قوله دغه خبر ورکړی دی. پاکستاني دا هم ویلي چې لا هم پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ نښته روانه ده.

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت نن وویل چې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې، ډیورنډ کرښه ته څېرمه د پاکستان د پوځ پر مرکزونو د درنو وسلو بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دفاع وزارت نن دوشنبه، کب ۲۹مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام