د اسلامي امارت کابینې په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تصویب او اړوندو ادارو ته یې د عملي کولو امر کړی دی. دغه طرحه دوشنبه، وري ۱۳مه، د کابینې په غونډه کې تصویب شوې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دغه طرحه د ترافیکي پېښو په مخنیوي کې ډېره اغېزمنه ده. د نوموړي په وینا، یاده طرحه په لنډمهالې، منځ‌مهالې اوږدمهالو پړاونو کې جوړه شوې چې په پلې‌کېدو سره به یې ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه راکمه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د دې طرحې عملي کېدل به د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې د کمېدو او د موټرو د تردد لپاره د بدیلو لارو رامنځته کولو ترڅنګ باید ټول شهري قوانین پلې شي. لویو لارو کې د موټرو ګړندی تګ باید کنټرول شي او اړوند ادارو له لوري عملي شي.»

یوشمېر هېواد‌وال د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو له ریاسته غواړي چې د موټرو د سرعت کمولو لپاره پر سړکونو او لويو لارو کنټرول زيات کړي. د غزني اوسېدونکی اسلام‌الدین وايي: «موږ د ټرافیکو له مدیریت غواړو چې لویې لارې کنټرول کړي، څو هېواد کې ټرافیکي پېښې راکمې شي.»

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، د تېرو شپږو میاشتو پرمهال هېواد کې ۱۹۷۸ ټرافیکي پېښې ثبت شوي چې پایله کې یې ۹۴۹ کسانو ژوند بایللی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست مسوولان وايي، تېرکال افغانستان کې څه باندې ۳زره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۶۰۰ کسانو ژوند له لاسه روکړی او ۳زره نور ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه وویل: «تېرکال ۳۴۰۲ پېښې شوي چې پایله کې یې ۶۰۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او درې زره نور ټپیان شوي دي.»

د یادونې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځ ته کېدو مهم لاملونه بلل کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام