Asset 1SWN

ایران له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه پلې کوي

ایران-افغان کډوال

د ایران د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر وايي چې دغه هېواد کې ټول ناقانونه افغان کډوال به د جوړې شوې طرحې له مخې، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د کرمانشاه د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو عمومي مدیر حمزه سلیماني له قوله راپور ورکړی چې د دې طرحې د هر پړاو پلي‌کول به له درېوو تر دوو اوونیو وخت ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر افغان کډوال چې ایران کې مېشت دي او د مېشتېدو قانوني اسناد نه‌لري، وايي، د نیونې او ډيپورټ کولو له وېرې شپه او ورځ په پټه تېروي. دوی د ایران له حکومت غواړي چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

ایران کې افغان کډوال محب‌الله وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي، څو دوی وکولای شي، د ځان او کورنۍ لپاره کار وکړي.»

د دې ترڅنګ هره ورځ زرګونه افغانان له ایرانه د هرات او نیمروز له لارې په خپله خوښه او په جبري توګه افغانستان ته راستنېږي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تازه‌ګۍ سره ویلي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه، ۸۲زره او ۹۰۰ افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې ۴۳سلنه یې ماشومان دي.

اوچا زیاته کړې چې له ایران څخه د افغان راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۰سلنه لوړ شوی دی.

د هرات اوسېدونکی رحیمي چې درې کاله وړاندې ایران ته په ناقانوني توګه د کار لپاره تللی و، وايي، دغه هېواد کې د مېشتېدو قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله، په زور رااېستل شوی دی. «موږ چې له کارخونې بهر ووتلو د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله پولیسو ونیولو او درې ورځې په کمپ کې وو، وهل او ټکول ول او له هغه وروسته یې افغانستان ته راولېږلو.»

له ایران څخه په زور راېستل شوی افغان کډوال، یما چې دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌درلودل، له سرپرست حکومت غواړي چې افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. «له امارت غواړو چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، که زمینه برابره شي، موږ اړتیا نه‌لرو چې بهر ته د کار لپاره لاړ شو.»

د هرات اسلام‌قلعه بندر کې د کډوالو چارو امر عبدالله قیومي وايي، تېرکال له ایران څخه څه باندې نیم میلیونه افغان کډوال په خپله خوښه او په زور افغانستان ته راستانه شوې دي.

نوموړی د ایران له حکومت غواړي چې په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي. «غوښتنه مې دا ده چې افغانانو سره ښه چلن وکړي او حقوق یې رعایت کړي او د نړیوالو کنوانسیونونو مطابق افغان کډوالو ته درناوی ولري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو پر بنسټ، دا مهال څلور میلیونه او ۵۰۰زره افغان کډوال ایران کې ژوند کوي چې ډېری وخت له تاوتریخوالي او فیزیکي ځورونې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام