Asset 1SWN

ایران کې افغان کډوال: د بانک کارت نه لرو، سپوره ډوډۍ نه‌شوو پېرلی

652833_598

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال شکایت کوي چې نه یوازې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري، بلکې د بانک کارت نه لرلو له کبله ان یوه ډوډۍ نه‌شي پېرلی.

یو افغان کډوال فریدالله چې له قانونه لارې ایران ته تللی وايي، د وزګارتیا او ناچارۍ له امله ایران ته کډوال شوی او اوس هلته د ژوند لومړنیو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د بانک کارت یوه لویه ستونزه ده چې کډوال ورته لاسرسی نه لري او موږ اړ کېږو چې د نورو کارتونه په اجاره واخلو. هغه هم دوه کاپیانې لري او خوندي نه‌دي؛ ځکه بل کس چې هر وخت وغواړي پیسې پرې اېستلی شي.»

یو بل افغان کډوال هارون بصیر بیا وايي چې د بانک کارت نه لرلو له کبله ان د یوې ډوډۍ پېرلو لپاره هم ایرانيانیو ته زارۍ کوئ. نوموړی زیاتوي: «په ایران کې افغان کډوال ډېرې ستونزې لري. د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې نه لري. کډوالو ته د بانک کارت نه ورکوي او د کورنۍ لپاره د خوراکي توکو برابرولو، په تېره وچې ډوډۍ پېرلو په موخه ایرانیانو ته زارۍ کوو.»

په ایران کې یوه بله افغان کډواله فرشته بیا اندېښنه ښيي چې افغان کډوال نه یوازې به دغه هېواد کې د زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، بلکې په خبره یې، د ایران دولت د افغان کډوالو پېژندکارتونه نه‌دي نوي کړي او له دې وروسته به د په زوره اېستلو ستونزې سره هم مخامخ شي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ رییسه آصفه ستانکزۍ هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه لري او وايي، اسلامي امارت باید له سیاسي لاروچارو د افغان کډوالو ستونزې حل کړي. هغه پر نړیوالو سازمانونو هم غږ کوي چې په ایران کې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس له درې میلیونه ډېر افغانان ایران ته کډوال شوي چې وخت‌ناوخت له فزیکي او اروايي تاوتریخوالي سره هم مخامخ کېږي. موږ هڅه وکړه چې ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم د دغه وزارت نظر واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام