Asset 1SWN

لوګر کې څلور نوي ښوونځي پرانېستل شول

----------۰۰۰۰۰-

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د نوي کال له پيل سره سم په مرکز پل‌علم او خروار ولسوالیو کې څلور نوي ښوونځي جوړ او د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شول.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې د مرکز پل‌علم او خروار ولسوالیو د اوسېدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ په دغه ولایت کې څلور نوي ښوونځي پرانېستل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، په جوړو شویو ښوونځیو کې په پل‌علم کې د حضرت بي‌بي حلیمې (رض) او د حضرت طارق بن زیاد (رض) او په خروار ولسوالي کې د حضرت محمدمصطفْی (ص) او د حضرت خالد بن ولید (رض) په نومونو ښوونځي شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د تاسیس شویو ښوونځیو په سیمو کې پخوا ښوونځیو شتون نه‌درلود چې د دغو ښوونځیو په تاسیسولو سره شاوخوا دوه زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام