Asset 1SWN

زابل کې په یو میلیون امریکايي ډالرو درې ښوونځي جوړېږي

زابل-ښوونځي-۲

د زابل په مرکز قلات ښار اړوند سیمو کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي عزت‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښوونځي به د کاکړانو، خرواریانو او باوړۍ سیمو کې ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د درې مکاتبو د جوړېدو چارې همدا اوس هم شروع دي. یو په کاکړانو کې نو دی، یو په خرواریانو کې دی، یو په باوړیو کې، دا مکاتب د واو موسسې له‌خوا جوړېږي. پر درې واړو مکاتبو شاوخوا یو میلیون ډالره لګښت راځي. دا به په اساسي ډول جوړ شي.»

بل‌خواد یاد ولایت د یو‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د یادو ولسوالیو ډېری لرې‌پرتو سیمو کې لاهم د زده‌کړو لپاره  ښوونځي نشته چې له امله یې ګڼ‌شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

دوی هیله وښوده چې راتلونکي نوي کال کې سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونه د یادو درې ولسوالیو په لرې‌پرتو سیمو کې نوي ښوونځي جوړ کړي.

د نوبهار ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالهادي سلام‌وطندار ته وویل: «په عموم کې ډېر مثبت اغېزه لري، دلته داسې ماشومان شته چي بېخي يې، ښوونځي لیدلي هم نه‌دي. په نوي کال کې باید ډېر ښوونځي پرانیستل شي، محلي صنفونه باید فعاله شي، دا زموږ له دولته غوښتنه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د زابل مرکز قلات‌ښار کې دغه ښوونځي داسې مهال رغول کېږي چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ګڼ‌شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام