Asset 1SWN

د لوګر ښوونځيو ته ۱۸زره نوي زده‌کوونکي جذب شوي

لوګر-ښوونځی

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د روان ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو سره هم‌مهاله نږدې ۱۸زره د ښوونځي عمر برابر نوي ماشومان ښوونځیو کې جذب شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل،  یاد زده‌کوونکي د هلکانو او نجونو پر ۲۸۱ ښوونځیو کې جذب شوي چې ټولو یې په ښوونځي کې د شاملېدو عمرونه بشپړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، په جذب شویو زده‌کوونکو کې ۱۲زره هلکان او ۶زره نجونې شامل دي چې له جذب وروسته دوی ته درسي کتابونه او درسي توکي هم ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې د لوګر د پوهنې ریاست دامهال د هلکانو او نجونو ۲۸۱ ښوونځي لري چې د جذب شویو زده‌کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۸۶زره زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام