کورنیوچارو وزارت: نږدې یوې میاشت کې د ټرافیکي پېښو پرمهال ۱۴۱کسان مړه شوي

د کورنیوچارو وزارت د ټرافیک عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان‌کال، وري میاشتې راهیسې، د هېواد په کچه څه باندې ۲۹۰ ټرافیکي پېښې شوي چې پایله کې یې ۱۴۱ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. یو‌شمېر هغه کسان چې ټرافیکي پېښو کې ټپیان شوي، وايي، ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي له امله رامنځته کېږي.

د لوګر ښوونځيو ته ۱۸زره نوي زده‌کوونکي جذب شوي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د روان ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو سره هم‌مهاله نږدې ۱۸زره د ښوونځي عمر برابر نوي ماشومان ښوونځیو کې جذب شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل،  یاد زده‌کوونکي د هلکانو او نجونو پر ۲۸۱ ښوونځیو کې جذب شوي چې ټولو یې په ښوونځي کې د شاملېدو عمرونه بشپړ کړي دي.

د هند ای‌پي‌اېل؛ بنګلور له حیدراباد سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۱۵مه د هند د بنګلور په «ام چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستيال: که فکر کوو چې نظام په ملا جوړېږي، اشتباه ده

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمدنبي عمري وايي، که دی او مشران دا فکر کوي چې اوسنی نظام یوازې په ملا او مجاهد جوړېږي، ټول تېروتنه او اشتباه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې «یکشنبه، وري ۲۶مه» خوست کې د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کړیالانو د هڅې په موخه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.