Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل؛ بنګلور له حیدراباد سره لوبه کوي

4e2f1f16-7068-4195-861b-5cfb4698b143

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۱۵مه د هند د بنګلور په «ام چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویال چلنجرز بنګلور لوبډله چې د یاد لیګ له پیاوړو لوبډلو شمېر کېږي، تراوسه شپږ لوبې کړي چې یوازې یوه سیالي یې ګټلې او پاتې یې بایللې دي.

دا لوبډله په دوو نمرو د سیالیو د جدول په وروستي «لسم» ځای کې شتون لري. که څه هم دې لوبډلې ښې لوبې کړي، خو یوازې یې بریا نه‌ده ترلاسه کړې.

بل‌خوا سنرایزرز حیدراباد چې د پیاوړو لوبغاړو په شتون کې یې دا لیګ پیل کړی، تراوسه یې ښې لوبې کړې دي.

حیدراباد لوبډله د روان ای‌پي‌اېل لیګ د سیالیو په جدول کې په درېوو بریاوو څلورم ځای لري. دې لوبډلې له کړیو پنځو سیالیو دوه بایللې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فضل‌الحق فاروقي هم د یادې لوبډلې له لوري اخیستل شوی چې روان لیګ کې یې د لوبېدو څرک نه‌لیدل کېږي.

رویال چلنجرز بنګلور او سنرایزرز حیدراباد له دې وړاندې په مخ شویو وروستیو پنځو کې بنګلور درې ځلې دې لوبډلې ته ماته ورکړې او حیدراباد هم دوه ځلې بنګلور مات کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډلې ممبی انډیینز ته د ۲۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام